دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۰۱
د مطلب کود : 164883
افغانستان د بنګله دېش څخه د ۲۰ اورونو د دریو لوبو لړۍ دویمه لوبه هم وګټله
افغانستان له بنګله دېش سره د ۲۰ اورونو د دریو لوبو د لړۍ دویمه لوبه هم وګټله او په دې سره د سیریز ګټونکی هم شو.

دا له زمبابوې وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا دویم بشپړ غړی دی چې افغانستان ترې د لوبو لړۍ یا سیریز ګټي.
بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته بیټنیګ پیل کړ او په لومړیو لسو اورونو کې یې ښه لوبه وکړه، خو راشد خان د بنګله دېش د لوړ هدف ټاکلو هیلې نیمګړې کړي.
راشد خان په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۲ منډې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو. راشد تېر میچ کې د لوبې غوره لوبغاړی و. بنګله دېش په ۲۰ اورونو کې ۱۳۵ منډې وکړې چې افغانستان په نونلسو اورونو کې پوره کړه.
په افغان منډه جوړوونکو کې تر ټولو ډېرې ۴۹ سمیع الله شینواري وکړې. محمد نبي په ۱۵ توپونو ۳۱ منډې وکړې او ترپایه هم ونه سوځېده. شهزاد محمدي ۲۴، عثمان غني ۲۲، اصغر ستانکزي څلور منډې وکړې.
په نورو توپ اچوونکو کې محمد نبي دوه، کریم جنت او شاپور ځدراڼ یوه یوه کسان وسوځول. تر ټولو ډېرې منډې ۴۲ شاپور ځدراڼ ورکړې، کریم جنت هم په څلورو اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دغه سیریز وروستی لوبه د پنجشنبې په ورځ (جون۷ ) ده.
https://avapress.com/vdcfcjdymw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته