دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۰۷
د مطلب کود : 164884
تخار ولایت کی افغان ځواکونو عملیات کړی
راپورونه وایی، افغان ځواکونو په تخارکې د دولت مخالفینو پر ضد پراخ عملیات کړي دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن ورځ نه خپره شوې په خبرپاڼه کې ویلی دی،  په دی عملیاتوکې یې شاوخوا ۸۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
سرچینی زیاتوی، چې په یاد عملیات د دغه ولایت په دشته قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې تر سره شوی دي.
په خبر پانه کی ویلی دی، چې د طوفان ۱۱ تر نامه لاندې دغه پوځي عملیات له تېرو دوه ورځو راهیسې په یادو ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد پیل شوي دي.
سرچینی وایی، چې په دغه عملیاتو کې د کلیدي کسانو په ګډون ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcg7t9qtak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته