دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 164929
عربي امارات هم افغانستان ته سرتیري رالیږي
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي افغانستان ته د امنیتي سرتېرو د لېږلو لپاره یې د متحده عربي اماراتو وړاندیز تایید کړی دی.
له ارګ خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان او ناټو د امنیتي تړون او د پرېکند ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د روزنې، سلاکارۍ او ملاتړ په موخه افغانستان ته د ځانګړو امنیتي ځواکونو د استولو لپاره د متحده عربي اماراتو وړاندیز ارزول شوی او تایید شوی دی.
په دې خبرپاڼه کې د اماراتي سرتېرو د شمېر او افغانستان ته د لېږلو د مهالوېش په هکله څه نه دي ویل شوي.
د متحده عربي اماراتو دولت هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
خو افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قومندان جنرال جان نیکولسن اونۍ وړاندې ویلي وو، چې امارات او قطر غواړي افغانستان ته سرتېري ولېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxt9qyak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته