ارګ ماڼی د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د حزب اسلامي دغه زندانیان به د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې پر اساس خوشي شي.
د حزبي اسلامي ۲۶۹ زندایانو د خوشي کولو په اړه پرېکړه د ملي شورا د غونډې په ترڅ کې نیول شوې ده.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي دي «همدارنګه د ملي امنیت شورا غونډې د حزب اسلامي د ۲۶۹تنه محبوسینو د خوشي کولو جدول چې د اړوندو ارګانونو له خوا له هره اړخه څيړل شوی، تر بحث لاندې ونیو او د سولې د موافقتنامې سره سم د هغوی د خوشي کولو لپاره لازمه پرېکړه وشوه.»
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه کابو یوه نیم کاله مخکې لاسلیک شوه.
دا په داسې حال کې ده چې کابو پنځه میاشتې مخکې هم د کابل له پلچرخي زندان څخه د حزب اسلامي ۷۵ تنه زندانیان خوشي شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)