دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 164936
فراه کې له واکسین سره د خلکو لیوالتیا زیاته شوې
د فراه د عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالجبار شایق وایې، مخکې به ددې ولایت زیات شمیر خلک او په ځانګړې توګه کلیوالي کورنۍ د ګوزڼ ناروغۍ په خطرونو او پر وړاندې یې د پولیو واکسین په ګټو نه پوهېدل.

ډاکټر شایق زیاتوي، په فراه کېکې د ګوزڼدپیښو تر رامنځته کیدو وروسته ددغې ناروغۍ خپریدو خطر خلکو ته انديښنه پیدا کړې وه، خو اوس د خپلو ماشومانو د واکسین په خاطر له روغتیایي ټیمونهسره د همکارۍ ته ملا تړلي ده.
هغه وویل "اوس خلک زموږ د واکسناتورانو د ټیمونو سره همکارۍ ته تیار دي او غواړي چې واکسین کوونکي د کورونو دروازو ته ورسی، او ماشومان ته یې واکسین ورکړي، چې اوس دوي په ډیر ښه اخلاس او ورین تندې سره زموږ واکسیناتوران مني، تر څو ماشومانو ته یې په سمه توګه واکسین تطبیق شي".
په فراه ولایت کې د پولیو ناروغۍ متخصص، ډاکټر مهتاب نورزۍ هر ځل ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو تر ځنګ، پاکوالې ته پاملرنه بیا د ګوزڼ ناروغۍ د سرایت په مخنېوي کې ډیر اړین بولي.
ده وویل "په ګوزڼ ککړ شوی ویروس په عمومې ډول په درې ډوله سرایت کوي، یو د خولي د لیاړو او لعاب له طریقه، بل د مستقیم تماس او دریم د مطفو او غایطه موادو له لارې د یو کس څخه بل کس ته سرایط کوي، چې پاکوالی په دغه دریو واړو سرایت مخنیوې کې رغنده رول لري".
د فراه یو زیات شمیر اوسېدونکي پولیو واکسین د ماشومانو د ژغورني لپاره اړین بولي او وایي، که په پیسو هم وپلورل شي، نو دوی یې رانیولو ته تیار دي.
د فراه یو تن اوسېدونکۍ شاه شجاه د پولیو واکسین د اهمیت په اړه داسې نظر لري.
هغه وویل"کوم خلک چې د ګوزن واکسین په ګټو پوه شوي، آن دیته تیار دي چې دغه واکسین په پیسو رانیسي او خپلو ماشومانو ته یې ورکړي، او یا هم د ډیر لیرې ځایه څخه خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیایی مرکزو ته ور وړي. نو زما د هېله د ټولو کورنیو څخه داده چې خپل ماشومانو ته هر ځل واکسین ورکړي".
د ماشومانو ګوزڼ چې تل پاتي معلولیت رامنځته کوي، په تېرو ورستیو کلونو کې د فراه په څلورو ولسوالیو کې هم مهاله د ګوزڼ مثبتي پیښي رامنځته شوې وې، چې اوس د چارواکو په خبره تر یوه حده د پولیو واکسین په مټ یې د خپریدو مخه مخه ډب شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexe8zpjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته