دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 164937
د پاکستان پوځ لوی درستیز او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه غږیدلي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پاکستان پوځ له لودی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان او یو شمېر نورو مسایلو په اړه غږدیلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورټ وایي، ښاغلي پامپیو د پاکستان له لوی درستیز سره د مرکې پر مهال د دواړو هېوادونو د اړېکې په اړه بحث او خبرې وکړې.
نومړې زیاته کړه، چې د دواړو غادړو د افغان سولې او د توپیر پرته د ترهګرو ډلو د امن ځایونو د لمنځه په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور د دوشبنې په ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې ښایي د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې ځینې پاتې شونې شتون ولري، خو هغه ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې په منظمه توګه د پاکستان په خاوره کې فعالیت نه لري.
بلخوا  د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلارې تر اعلان وروسته د واشنګټن او اسلام ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خرم دستګیر تېره اوونی وویل چې د پاکستان په وړاندې د واشنګټن د وروستي دریځ په غبرګون کې به اسلام اباد له یاد هېواد سره پر خپلو اړیکو غور وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmjdyew6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته