دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 164944
هیڅ شخص بیله مجوزه زرهی وسایطو سره لیږد او رالیږد حق نه لری
د داخلی چارو وزارت وایی چی ددی وروسته هیڅ شخص ددی حق نه لری چی زرهی وسایطو څخه بیله کوم مجوز ګټه واخلی.
 

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی ملی پولیس د امنیت تامین او اوسیدونکو اندیښنی رفع کولو لپاره په جدی توګه په کابل ښار کې ددا ډول وسایطو مخه نیسی.
ددی اعلامیه په اساس، زرهی وسایط چی جواز نه لری د پولیسو له لوری دریږی او ضبط کیږی او مالکین او متصرفین سره یی جدی او قانونی چلند کیږی.
د داخلی وزارت همدارنګه وایی چی هیڅ شخص د زرهی وسایطو جواز درلودونکې نه شی کولای نظامی تجهیزات لکه راکت انداز، لاسی بوم او نارنجک ولیږدوی.
دا په داسی حال کې دی چی د داخله وزارت باندی مهاجمانو بریدو وروسته د زرهی موترونو څخه په ګټه اخیستنې سره، محمد هاشم مهدوی، د کابل نماینده په مجلس کې وویل چی په حاضر حال کې د پنځو زرو څخه ډیر زرهی موټرونه بیله کوم پلیت په هیواد کې ګرځی چی باید مخه یی ونیول شی.
 
https://avapress.com/vdcdoo0foyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته