په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د دولت ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی پوځي مسوول د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر په فیروزي کلي کې له خپل ملګری سره یوځای وژل شوی.
د شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو شپږ غړي ټپیان هم شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب ولایت په ګډون د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.
د شاهین قول اردو قوماندانی له دې وړاندې ویلي وو چې د وسله والو د ځپلو په موخه امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د حصار پنځه په نوم نوې پوځي عملیات پیل کړی دی.