دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 164947
افغانستان دفاع وزارت خپل جنګی استراتژی بدلولو لپاره هڅې پیل کړي
د افغانستان دفاع وزارت وایی چی هیواد کې روان امنیتی ګواښونو ته په کتو سره خپل جنګی استراتیژۍ بدلولو لپاره هڅې پیل کړي دی.

دغه وزارت وايي، په دې هدف‎يې د سيمه‎ييز ځواک د تشکيل چارې ګړندۍ کړې دي.
د دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ویلي، دغه سيمه‎ييز ځواک به په تصفيه شویو سيمو کې ځاى پر ځاى کېږي.
نوموړی وايي: موږ هم په افغانستان کې داسې تګ‎لاره جوړه کړې چې په راتلونکي کې مو بايد عمليات په هغو سيمو کې دوام ومومي چې تهديدات په‎کې وي. بيا هلته د منطقوي قوې په مرسته امن ټينګ شي. د ملي اردو تر څنګ يو منطقوي ځواک يا قطعات ايجادېږي چې د پوځيانو د ستراتېژۍ له مخې به ډېر ښه تأثير ولري. دوى به هم په راتلونکي کې د ملي اردو غوندې خپل وظايف مخ ته وړي.

د سيمه‎ييز ځواک د تشکيل چارې له لغمان ولايت څخه پيل شوي چې اوس د لغمان تر څنګ په کاپيسا، کندهار، هرات کې هم دا پروسه روانه ده.
د دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست وايي، د دغه ځواک د غړيتوب لپاره تر زرو زياتو کسانو نوم‌ليکنه کړې ده.
هغو کسانو ته چې په‎دغه ځواک کې شامل شوي، درې مياشتنۍ روزنه ورکړل شوې، د دې تر څنګ به دوه مياشتې د دوى په خپلو سيمو کې روزنه ورکول کېږي.
تر دې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د وضعيت د ښه کېدو لپاره د امنيتي ادارو د جنګي ستراتېژۍ د بدلون خبره کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcgtt9quak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته