دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 164981
په کونړ کې داعش ډلې دوه غړۍ وژل شوي
په کونړ ولایت څوکی ولسوالی کې د هوایی بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوی دی.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، په افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د څوکی ولسوالی په مربوطاتو کې د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کړل.
سرچینه زیاتوي، چې له سیمې څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې په دغو بریدونو کې د داعش دوه غړي وژل شوي دي
د سیلاب قول اردو په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه دی اوښتې.
 د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې، د داعشیانو په ګډون، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو او نورو ترهګرو او وسله والو ډلو په وړاندې د هېواد په یو شمېر ناامنو ولایتونو کې پوځي عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdceve8zzjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته