دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 164982
ناټو د وسله والو طالبانو سره اوربند د اعلان هرکلی کوی
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له وسله والو طالبانو سره د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.


نوموړی نن په بروکسل کې په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د اعلامیې هرکلی کوي.
ښاغلي سټولټنبرګ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د اوربند اعلان د سولې په لور یوه مثبته ګام وباله.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا پوځ لله دې وړاندې ویلي وو چې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه د افغان حکومت د پرېکړې درناوی کوي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي، ائتلافي ځواکونه به د روژې میاشتې د سولییز پایه په موخه د افغانستان د هیلو درناوی وکړي او د جګړې د پای په موخه د روانو هلو ځلو ملاتړ کوي.
د امریکا پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د داعشیانو، القاعې، او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې عملیات په دغه اوربند کې شامل نه دي.
ولسمشر غني نن د یو بیان په نشرولو سره وویل چې د دیني عالمانو فتوا ته په کتو افغان حکومت پرېکړه کړی چې د روژې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د عیدالفطر تر پنځمې ورځې پورې له وسله والو طالبانو سره اوربند وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfcjdy0w6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته