دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 164990
افغانستان بنګله دیش ته د کرکټ په دریم لوبه کې هم ماته ورکړه
افغانستان کرکټ ملی لوبډله بنګله دیش کرکټ ډلې ته په دریم لوبه کې هم ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دوو اړخیزو شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن بنګله دیش ته د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه.
افغانستان د ۶  لوبغاړو په سوځېدو بنګله دیش ته ۱۴۶ منډې هدف وټاکه او سمیع الله شینواري د ۳۳ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.
پر نوموړي سربېره محمد شهزاد ۲۶، اصغر ستانکزي ۲۷، عثمان غني ۱۹، نجیب الله ځدران ۱۵، شفیق الله ۴، او محمد نبي ۳ منډې جوړې کړې.
ورپسې بنګله دیش لوبغاړو لوبه پیل کړه چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۴۴ منډې جوړې کړای شوې او په دې توګه افغانستان د ۱ منډی په توپیر دا سیالي وګټله.
د بنګله دیش درې لوبغاړي درې لوبغاړي مجیب الرحمن، محمد نبي او راشد خان وسوځول.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په لومړی لوبه کې بنګله دیش ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سې شنبې په شپه دوهمه لوبه د شپږو ویکټو په توپیر ګټلی و.
د نننی لوبې د غوره لوبغاړی جایزه د بنګله دیش لوبغاړی او توپ وهونکی مشفیق الرحیم وګټله. نومړی د توپ وهني په برخه کې د ۳۷ توپونو په بدل کې ۴۶ منډې جوړې کړې.
 
https://avapress.com/vdceoe8z7jh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته