کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د داعش شپږ غړي د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جوزا 1397 ساعت 11:47

د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو شپږ غړي وژل شوي.


د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، په افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونو پرون د ده بالا ولسوالی په شابي سیمه کې د بې پیلوته الوتکو په وسیله د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کړل.
سرچینه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعشیانو شپږ غړي وژل شوي او د هغوی دوه قرارګاوې لمنځه تللي دي.
سیلاب قول اردو وایي، د روانو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر کلي د داعشیانو له شتون څخه تصفیه شوي دي.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د داعشیانو په وړاندې پوځي عملیات دوام لري.


د مطلب کود: 165051

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165051/ننګرهار-کې-د-داعش-شپږ-غړي-هوایي-بریدونو-په-ترڅ-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com