دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 165068
په شیندند کې لمونځ کوونکو باندی برید
هرات ولایت کې امنیتی چارواکې وایی چی مسلح کسان تیره ورځ ماسپښین د قلعه محمد سیمه شیندند ولسوالی کې یو مسجد جامع ته وارد شوی او لمونځ کوونکو باندی ډزی کړی.

عبدالاحد ولی زاده د هرات پولیسو ویاند وویل چی په دی پیښه کې څو تنه وژل شوی او ټپی شوی دی.
ښاغلی ولی زاده د وژل شویو او ټپیانو صحیح آمار ارائه نه کړ خو ټینګار وکړ چی دقیق آمار به اعلان شی.
په عینی حال کې ځینی عینی شاهدان ادعا کوی چی طالبان لمونځ کوونکو باندی ډزی کړی چی په نتیجه کی یو قومی مشرشهید او شپږ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcb0sb8wrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته