دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 165072
علی احمد عثمانی د ارګ ماڼۍ له لوری دندې څخه ګوښه شوي
افغانستان ریاست جمهوری ماڼۍ دفتر وایی چی د اوبو او انرژی وزیر علی احمد عثمانی د ولسمشر حکم په اساس خپل دندې څخه ګوښه کړل شوی دی.

د جمهوري ریاست له عمومي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یاد وزارت معین د ښاغلي پر ځای د سرپرست وزیر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسي جرګې ته د اوبو او انرژي نوی وزیر تر معرفي کولو په موده کې انجنیر محمد ګل خلمي به د یاد وزارت چارې پر مخ وړي.
د ښاغلي عثماني د لرې کولو په اړه پ خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسي راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ولسمشر غني د ښاغلي عثماني نوم د ممنوع الخروج کسانو په لیسټ کې شامل کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcgun9qxak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته