د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني وویل چې دغه تورن کسان د سړي تښتوونکو پېښو، قتلونو، وسله والو غلاو او د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو نېول شوي او دوسيې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې د امنیت د لاښه والي په هدف، دوی ګرځنده ګزمې جوړې کړي، ترڅو په ښار کې امنیت تأمین کړي او خلک په یو ارام چاپېریال کې خپلو ورځنیو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
د کندز پولیس په داسې حال کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو د ۴۵ تنو تورنو کسانو د نېول کېدو خبر ورکوي چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا چې په دې وروستیو کې یوځل بیا د کندز په ښار کې هدفي وژنو، وسله والو غلاو، د سړي تښتوونکو پېښو او د نورو جنايي جرمونو کچه لوړه شوې او دغې مسئلې خلک د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي.