کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د محلي پولیسو ۲۴ سرتېري ژوند له لاسه ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جوزا 1397 ساعت 16:47

په کندز ولای کې سیمه ییز چارواکي وایي، د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو ۲۴ منسوبینو له وسله والو سره د نښتې په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړی دی.


چارواکي زیاتوي، چې وړمه شپه ناوخته لسګونو وسله والو په قلعه زال ولسوال کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه پيل کړل.
د کندز والي ویاند نعمت الله تیموي وایي، د برید په ترڅ کې د محلي پولیسو ۱۹ منسوبین وژل شوي.
خو د قلعه زال ولسوال امان الدین قریشي تائید کړه، چې وسله والو د باغچې او کلوخ په سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅوونکو پر پوستونو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې ۲۴ کسان ژوند له لاسه ورکړل.
نومړی زیاته کړه، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مداخلې په ترڅ کې ۸ وسله وال ووژل شول.
د ښاغلي قریشي په وینا، د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د ورته برید په ترڅ کې د هرات ولایت په زاول ولسوالی کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري په هرات ولایت کې شهیدان شوي وو.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 165085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165085/په-کندز-کې-د-محلي-پولیسو-۲۴-سرتېري-ژوند-له-لاسه-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com