چارواکي زیاتوي، چې وړمه شپه ناوخته لسګونو وسله والو په قلعه زال ولسوال کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه پيل کړل.
د کندز والي ویاند نعمت الله تیموي وایي، د برید په ترڅ کې د محلي پولیسو ۱۹ منسوبین وژل شوي.
خو د قلعه زال ولسوال امان الدین قریشي تائید کړه، چې وسله والو د باغچې او کلوخ په سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅوونکو پر پوستونو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې ۲۴ کسان ژوند له لاسه ورکړل.
نومړی زیاته کړه، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مداخلې په ترڅ کې ۸ وسله وال ووژل شول.
د ښاغلي قریشي په وینا، د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د ورته برید په ترڅ کې د هرات ولایت په زاول ولسوالی کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري په هرات ولایت کې شهیدان شوي وو.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.