اجرائیه رئیس عبدالله زیاته کړه، چې شاغلي عثماني د حکومت یو له کامیابو او فعالو وزیرانو څخه دی چې د ملي یووالي حکومت په موده کې یې ډیرې لاسته راوړنې لرلې.
ښاغلي عبدالله ټینګار کوي، چې د اوبو او انرژي اوزارت اړوند زیاتره پروژې په وروستیو میاشتو کې د ښاغلي عثماني د ښه مدیریت له کبله پرانیستل شوي او یا هم ګټي اخیستني لپاره چمتو شوي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي د اوبو او انرژي وزیر علی احمد عثماني د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس له خپلې دندې ګوښه کړای شوی.
د جمهوري ریاست له عمومي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یاد وزارت معین د ښاغلي پر ځای د سرپرست وزیر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسي جرګې ته د اوبو او انرژي نوی وزیر تر معرفي کولو په موده کې انجنیر محمد ګل خلمي به د یاد وزارت چارې پر مخ وړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسي راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ولسمشر غني د ښاغلي عثماني نوم د ممنوع الخروج کسانو په لیسټ کې شامل کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)