کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرامپ د ۷ پرمختللو صنعتی هیوادونو ګډه اعلامیه نه تاییدوی

20 جوزا 1397 ساعت 16:05

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې وروستۍ ګډه اعلامیه نه تأییدوي.



ډونالد ټرمپ نن یکشنبه په یوه ټوېټري پیغام کې وویل چې دی د اتو پرمختللو صنعتي هېوادونو خپره شوې ګډه اعلامیه نه تأییدوي، ځکه هغه د کاناډا د صدراعظم جسټن تروډو له خوا چې د دې سرمشریزې کوربه و، پرناسمو څرګندونو ولاړه ده.

ټرمپ وویل چې خپلو استازو ته یې لارښوونه کړې چې د سرمشریزې وروستۍ اعلامیه تأیید نه کړي.
د کاناډا صدراعظم ویلي وو چې دغه اعلامیه د جي اووه د ډلې ټولو مشرانو تأیید کړې ده.
په اعلامیه کې د سوداګرۍ په چارو کې د همکارۍ پر اړتیا او د روسیې په وړاندې پر سخت دریځ ټینګار شوی او دا مهمه بلل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام مخه باید ونیول شي.
ټرمپ وویل، د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د غونډې په جریان کې زغم او نرمښت وښود چې وروسته له غونډې زما تر وتلو وروسته په خبري کنفرانس کې ووایي چې د امریکا ګمرکي تعرفې یو ډول سپکاوی دی او دی به فشار ته تسلیم نشي.
ټرمپ وویل، دا ډیرې نادرستي او کمزورې خبرې دي.
د ده په وینا، زموږ ګمرګي تعرفې د کاناډا د ۲۷۰ فیصده لبینیاتو په وړاندې دي.

د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو په اته مخیزه اعلامیه کې چې مخکې خپره شوې، ویل شوي چې موږ ټول دې ته تیار یوو چې که روسیې په خپلو کړو ړو کې هغسې بدلون چې اړتیا یې ده، رانه وست، د دې هېواد په وړاندې به نور سخت اقدامات وکړو.
د هغه هېواد په وړاندې چې ټرمپ یې له دې ډلې سره د بېرته یوځای کېدو غوښتنه کړې وه چې د نورو ګډونوالو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.
د روسیې غړیتوب د اتو پرمختللو صنعتي هېوادونو په ډله کې چې د جي اته په نوم یادېده، غړیتوب په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې وځنډېد چې دې هېواد د اوکراین د کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
مسکو هم په ۲۰۱۷ کال په رسمي ډول له دې ډلې د وتلو اعلان وکړ.
 


د مطلب کود: 165151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165151/ټرامپ-د-۷-پرمختللو-صنعتی-هیوادونو-ګډه-اعلامیه-نه-تاییدوی

آوا
  https://www.avapress.com