دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 165187
جلال آباد ښار کې چاودنه شوي
ننګرهار ولایت مقام په وینا جلال آباد ښار دویمې ناحیه کې پوهنی ریاست او طب پوهنځی ته نږدی دوه ځانمرګی بریدونه شوي دی.
دا بریدونه شاوخوا لس بجې شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې نننی بریدونه تلفات هم لري خو کره شمېره يې څرګنده نده.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د پیښې له ځای څخه ۱۴ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام وایي، لومړنی بريد کوونکی د امنيتي مسئولينو له لوري وژل شوی، چې دويم يې ځانته چاودنه ورکړې.
سرچینه زیاتوي، چې درېيم بريدګر، چې غوښتل يې طب پوهنځي ته ننوځي د امنيتي مسئولينو له لوري ويشتل شوی، چې په ټپي حالت کې يې ځانته چاودنه ورکړې.
دغه راز په سيمه کې يو موټر بم هم د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوی دی.
د پېښې له امله تلفات هم رامنځته شوي، چې کره معلومات به وروسته شريک شي.
همداراز د ننګرهار ولایت مقام وایي، د چپرهار ولسوالۍ ميرزا دين کلي کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د مېلې پرمهال د ځای پر ځاي شوي ماين په چاودنه کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د پېښې درې ټپیان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او نهه نور ټپیان د ولسوالۍ په روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdjk0f5yt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته