دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 165189
ولسمشر غنی کندهار ته سفر کوی
ټاکل شوی دی چی ولسمشر اشرف غنی نن دوشنبه ناوخته کندهار ولایت ته ولاړ شی.

د ښاغلي غني لپاره د کندهار د ولایت مقام د ودانۍ په شااوخوا سيمو کې کلک امنیتي تدابير نیول شوي او تېره ورځ په يادو سيمو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
دولتي سرچينې وایي چې تېر مازيګر کندهار ولایت ته د کابينې يو شمېر غړي رارسېدلي او ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني نن دوشنبه مازيګر کندهار ته راشي او له روژه ماتي وروسته په کندهار کې يوې لويې غونډې ته وينا وکړي.
که څه هم کندهار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه ډېر جزئيات نه‌دي په ډاګه شوي، خو باور دا دی چې هغه به په‌دې غونډه کې له وسله‌والو سره د اعلان کړي اوربند جزئيات په ډاګه کړي.
دا د ولسمشر کېدو راهيسې کندهار ته د ولسمشر اشرف غني څلورم سفر بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcfctdy1w6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته