دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 165197
عبدالله: وزیرانو سره د مشاورینو سلیقوي چلند د زغملو نه دی
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، له هغو وزیرانو سره صلیقوي چلند د زغملو وړ نه دی، چې د پارلمان له خوا تائید شوي او په خپلو چارو کې بریالي دي.
ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ (جون ۱۱) د وزیرانو د شورا په غونډه کې وینا کوله، پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي وویل، په حکومتي بنسټونو کې د مشاورینو نفوذ باید د ادارو د کمزوري کولو او د وزیرانو په کارونو کې د خنډ لامل نه شي.
که څه هم ښاغلي عبدالله په څرګند ډول د کوم وزارت په چارو کې د مشاورینو له خوا د خنډونو د جوړولو په اړه څه ونه ویل، خو په ظاهره یې اشاره د ولسمشر غني له خوا د اوبو او بریښنا د وزیر ګوښه کولو ته وه.
هغه وویل "که د یو محترم مشاور صاحب د سلیقې پر بنسټ د یوې وزارت‌خانې په چارو کې خنډ رامنځ ته کیږي، دا باید و نه زغمل شي او موږ مسولیت لرو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړو".
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د وزیرانو تقرر او منفکي د افغانستان په اساسي قانون او د ملي یووالی حکومت په سیاسي هوکړه لیک کې صراحت لري، خو په دې برخه کې هر ډول تصمیم باید د اشخاصو د پت او عزت په خوندي ساتلو سره ونیول شي.
اجرائيه رئیس عبدالله دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې وړمه ورځ د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ، خو ښاغلي عبدالله یې مخالفت وکړ او وې ویل چې ښاغلی عثماني به خپل کار ته دوام ورکوي او د کاري برخلیک په اړه به یې له چین څخه د ولسمشر غني له راتګ وروسته او د ملي یووالي د حکومت له روحیې سره سم تصمیم ونیول شي.
په همدې حال کې تیره ورځ د اوبو او بریښنا ګوښه شوي وزیر علي‌احمد عثماني په کابل کې له یو بهرني شرکت سره د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا د یوې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د حقوقي چارو ځینې کارپوهان د ښاغلي عثماني دغه اقدام د ولسمشر غني له فرمان څخه سرغړونه ګڼي او وايي، چې د بریښنا لاسلیک شوی تړون قانوني بنسټ نه لري او له حقوقي پلوه بې‌اعتباره دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceon8zfjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته