دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 165232
اروپایی مشرانو د امریکا ولسمشر باندی سخت نیوکې کړي
وروسته له دې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ د ۷ لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې د اعلامیې په اړه خپل نظر بدل کړ، اروپايي مشرانو د امریکا پر ولسمشر سخت انتقادونه پیل کړي دي.

دوی خپلو انتقادونو ته وروسته له هغه زور ورکړ چې د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د ټولنې «G7» سرمشریزه د دې غونډې له وروستۍ اعلامیې د هغه د وتلو له کبله ګډوډه شوه.

ښاغلي ټرمپ په پیل کې دا اعلامیه تأیید کړې وه، خو وروسته له دې چې له هغې څخه‌یې د وتلو اعلان وکړ، اروپايي مشران‌یې په غصه کړل.
ټرمپ د شنبې په ورځ ناوخته پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د کیوبک د سرمشریزې د کوربه د کاناډا د صدراعظم جاسټېن تروډو له ناسمو څرګندونو وروسته، ده خپل استازي ته هدایت ورکړ چې د غونډې د وروستۍ اعلامیې له تأیید څخه ډډه وکړي، په داسې حال کې چې ښاغلي تروډو مخکې ویلي وو چې د «G7» د غړو هېوادونو ټولو مشرانو دا اعلامیه تأیید کړې وه.
 
 
د امریکا د تجارت متحدانو په وروستیو څو اوونیو کې پر ښاغلي ټرمپ د هغې پرېکړې له کبله سخت انتقادونه وکړل چې د دوی د المونیم او فولادو پر وارداتو یې تعرفې وضع کړې.
د کاناډا صدراعظم د سرمشریزې پای ته له رسېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې له دې تعرفې سره پر خپل مخالفت ټینګار وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې هېواد به‌یې په راروانه جولای میاشت کې ځوابي اقدامات وکړي.

ښاغلي تروډو وویل:
"موږ به خپل ځوابي اقدامات د جولای په لومړۍ نېټه پیل کړو او د امریکا پر وارداتو به داسې تعرفې ولګوو چې دوی پر موږ په غیر عادلانه ډول وضع کړې دي، دا خبره ما ولسمشر ډونالد ټرمپ ته هم په ډاګه وویله چې موږ په دې کار کې زړه نازړه نه‌یوو، بلکې په قاطعیت سره‌یې کوو، ځکه کاناډایان با ادبه او مسؤل خلک دي، خو د چا فشار ته نه‌تسلیمېږي."
ټرمپ د «G7» د سرمشریزې له پای ته رسېدو او د شمالي کوریا له مشر سره د تاریخي غونډې لپاره سنګاپور ته له روانېدو وروسته د تروډو د خبرو په وړاندې غبرګون وښود او ویې‌ویل، تروډو د سرمشریزې پر مهال یوازې په دې خاطر ډېر ارام و چې زما له تلو وروسته د امریکا له‌خوا اعلان شوې تعرفه خپل سپکاوی وبولي او ووایي چې دوی څوک تر فشار لاندې نه‌شي نیولی.
د کاناډا د صدراعظم دفتر د ټرمپ د تبصرې په ځواب کې په یو خبرپانه کې د ښاغلي تروډو له قوله ولیکل چې د «G7» په غونډه کې داسې کومه خبره نه‌ده شوې چې ده ټرمپ ته مخامخ او په عام محضر کې نه‌وي کړې.
خو په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ټرمپ یو سلاکار لاري کودلو «CNN» ټلوېزیون ته وویل چې د کاناډا صدراعظم پر ټرمپ له شا د خنجر ګوزار وکړ او د سپینې ماڼۍ یوه بل سلاکار پیټر ناوارو فاکس نیوز ته وویل، په دوزخ کې به د هغو کسانو لپاره ځانګړی ځای وي چې له ولسمشر ټرمپ سره بې‌وفايي کوي او له دروازې د وتلو پر مهال پرې له شا د خنجر د ګوزار هڅه کوي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون وویل، د خواشینۍ خبره ده چې ټرمپ د «G7» د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو څخه ډډه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcexn8zwjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته