دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 165236
د سږ کال فطره زکات ۷۵ افغانی؛ لمړیتوبونه د اهل علم او ذوی الارحامو سره دی
د دینی علماوو او تقلید عظام مراجعو د نظرونو په اساس، سږ کال رمضان اختر کې د زکات فطره د هر شخص پر سر ۷۵ افغانی ټاکل شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حضرت آیت الله العظمی محقق کابلی(دام عزه) د یو بیانیه په صادرولو سره ویلی دی، هغه څوک چی د اختر شپی غروب کې عاقل او بالغ وی او فقیر نه وی، باید خپل ځان لپاره او هغه کسانو لپاره چی د هغوی نان خوره دی، ۷۵ افغانی فطره زکات و فقراوو ته ورکړی.
آیت الله محقق کابلی زیاته کړه چی د فطره زکات په مستحقینو کې، اهل علم او ذوی الارحام لمړیتوب لری.
د هغه په وینا د فطره زکات په ورکړه کې، د طعام او پیسو څخه ماسیوا نور اجناس لکه کالی او کور وسائل کفایت نه کوی؛ بلکه معادل قیمت یی ۷۵ افغانی و فقراووته ورکړی.
د یادولو وړ دی چی د فطره زکات په ورکړه کې د هل تشیع او اهل سنت ترمنځ ډیر توپیر شتون نه لری؛ ځکه د غنم، جو، کشکش، خرما او... قیمتونه د بازار اوسنۍ نرخ په اساس ټاکل شوی دی.
مولوی حبیب الله حسام؛ د اهل سنت علماوو څخه هم د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: که څه هم د کشمش، خرما، جو او غنم قیمتونو کې توپیر شته، خو که څوک غواړی د غنم قیمت ورکړی نو هر شخص پر سر باید ۶۰ افغانی ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcipwazqt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته