دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 165238
امریکا او شمالی کوریا مشرانو خپل غونډه په سینګاپور کې پیل کړه
د امریکا او شمالي کوریا مشرانو نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲»​ په سنګاپور کې خپله تاریخي غونډه پیل کړه. ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون له یو بل سره روغ بړ وکړ او یو په یو خبرې يې پیل کړې.

د ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ د دې غونډې هدف د کوریا ټاپو وزمې غیر اټمي کول او د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام بندول دي.
دا لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو یو برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له کوم رهبر سره ویني.
د دواړو مشرانو دا سرمشریزه د سنګاپور په یوه تفریحي ټاپو سینتوزا کې ده.
ولسشر ټرمپ او کیم جونګ اون خپلې یو په یو خبرې چې ژباړونکې يې ورسره و او ۴۵ دقیقې يې دوام وکړ، پای ته ورسولې.
ولسمشر ټرمپ وویل خبرې به دوام وکړي او اټکل کوي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو په اړه روانو مذاکراتو کې به لوی پرمختګ وشي.
https://avapress.com/vdcaemn6a49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته