دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 165253
د پاکستان د پوځ مشر نن کابل ته ځي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه به نن د سه شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۲ مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني په بلنه کابل ته لاړ شي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په پام کې ده د پاکستان د پوځ مشر جنر ال جنرال قمر جاوید باجوه، به نن له غرمې وروسته کابل ته ورشي.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د خپل ټویټر په پاڼه کابل ته د جنرال باجوه سفر تائید کړی دی.
جنرال غفور په پښتو ژبه لیکلي " د پاکستان د فوج مشر ارمي چیف ته د افغانستان اولسمشر اشرف غني په خصوصي توګه دعوت ورکړی دی۔ پاکستان خواهش لري چې د افغانستان او امریکا / نیتو د افغان امن دپاره کوششونه کامیاب شي".
تراوسه د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د جنرال قمر جاوید باجوه د خبرو اجندا نه ده په ډاګه شوې، خو افغان حکومت ته نږدې سرچینې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پر سر د خبرو ترڅنګ به دواړه مشران د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم سره وغږیږي.
د پاکستان د پوځ مشر ته د کابل څخه د لیدنې بلنه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د یو افغان پلاوي له خوا تیره میاشت اسلام اباد ته د سفر پر مهال جنرال باجوه ته ورکړل شوې وه، چې هغه هم منلې وه.
د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې کابل ته روان شوی، چې د وسله والو طالبانو سر د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د اعلان شوي اوربند نن لومړۍ ورځ ده.
طالبانو هم افغان امنیتي ځواکونو سره یو درې ورځینی اوربند اعلان کړی، چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ به پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmmnzx23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته