کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیسۍ:‌ د کلیو اوسیدونکي د سرطان تر ۱۵مې نوم‌لیکنه کولای شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جوزا 1397 ساعت 11:15

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر پای ته ورسېد او د کلیو اوسیدونکي د سرطان تر پنځلسمې پورې کولی شي د انتخاباتو لپاره نومونه ولیکي.


 د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیالې وسیمه بادغیسۍ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په ولسوالیو کې به هم د رأی ورکوونکو د نوم‎لېکلنې بهیر ژر پای ته ورسېږي او وروسته به په کلیو کې دوام وکړي.
نوموړې وايي:
"درېیمه مرحله چې د افغانستان کلي په‎کې شامل دي د غبرګولي له نولسمې نېټې پیلیږي او د سرطان یا چنګاښ تر پنځلسمې دوام کوي. درېیمه مرحله چې د کلیو ده لس نورې ورځي غځول شوې ده."
د مېرمن بادغیسۍ په خبره تراوسه نېژدې شپږ میلیونه کسانو په راتلونکو انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره نومونه لیکلي دي.
تمه ده د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو د روان کال د میزان یا تلې پر ۲۸مه نېټه په افغانستان کې ترسره شي. 


د مطلب کود: 165254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165254/بادغیسۍ-د-کلیو-اوسیدونکي-سرطان-تر-۱۵مې-نوم-لیکنه-کولای-شي

آوا
  https://www.avapress.com