د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیالې وسیمه بادغیسۍ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په ولسوالیو کې به هم د رأی ورکوونکو د نوملېکلنې بهیر ژر پای ته ورسېږي او وروسته به په کلیو کې دوام وکړي.
نوموړې وايي:
"درېیمه مرحله چې د افغانستان کلي پهکې شامل دي د غبرګولي له نولسمې نېټې پیلیږي او د سرطان یا چنګاښ تر پنځلسمې دوام کوي. درېیمه مرحله چې د کلیو ده لس نورې ورځي غځول شوې ده."
د مېرمن بادغیسۍ په خبره تراوسه نېژدې شپږ میلیونه کسانو په راتلونکو انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره نومونه لیکلي دي.
تمه ده د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو د روان کال د میزان یا تلې پر ۲۸مه نېټه په افغانستان کې ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)