دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 165268
ولسمشر غني د جنرال باجوه په مشری له پاکستاني پلاوي سره وکتل
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وايي ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په مشری له پاکستاني پلاوي سره وکتل.
د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، ولسمشر غني له پاکستاني پلاوي سره د کتنې پر مهال د سولې عمل ګډ پلان د تطبیق په اړه بحث او خبرې وکړې.
نومړی زیاته کړه، چې د دې سربیره دواړو غاړو د ترهګرو پر ضد د مبارزې، د تاوتریخوالو د کمولو په موخه د هلو ځلو په اړه او د افغانانو په مشری د سولې د بهیر په اړه بحث او خبرې وکړې.
پاکستاني چارواکي وایي، د پاکستان پوځ لوی درستیز د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د څلورمې ناستې په ترڅ کې د شپږو کاري ګروپونو د کار د پیل په اړه موافقه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت وویل، چې افغانستان او پاکستان د عمل دغه پلان د دوه اړخیزې باور جوړونې چوکاټ پراخوي او په ټولو برخو کې دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لار هواروي. د عمل دغه پلان د دوه اړخیزو اندیښنو لپاره د حل لارې پیدا کولو یو میکانیزم دی.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړه لورې موافقې دي چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان بشپړ او اغیزمن تطبیق د دواړو هېوادونو له ولسونو سره د ترهګرۍ له منځه وړلو، د سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ ته په رسیدلو کې مرسته کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9k0fjyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته