جنرال اصف غفور په دغه ټویټ کې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه او زیاتوي چې پاکستان هیله لري په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانستان او ناټو کوښښونه کامیابه شي.
د جنرال اصف غفور ټویټ چې تروسه شاوخوا څلور زرو کسانو خوښ او شریک کړیدی، په پښتو ژبه کې د دغه رسمي ټویټر نه لمړنی ټویټ دی.
د دی نه څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند د خپل شخصي ټویټر نه د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته د بنگله دیش نه سیریز د گټلو مبارکي هم په پښتو کې ورکړي وه.