کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان سولی عالې شورا: د طالب مشر پیغامه شکاری چی دا ډله اوس هم بهر څخه رهبری کیږی

23 جوزا 1397 ساعت 11:53

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي، د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار د دې څرګندوی ده چې طالبان لا هم د بهرنیو له‎خوا رهبري کېږي.



ښاغلي اوچقون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» دا څرګندونې وروسته ددی وکړې چې د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‎الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ.
ښاغلي اوچقون زیاته کړه:
"که امریکایي چارواکي واقعاً د افغانستان د قضیې په سوله‎ییز حل باور لري، باید مستقیماً د مذاکراتو مېز ته راشي، څو د اشغال دغه غمیزه چې لوی زیان‌یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسېږي، د خبرو له لارې حل شي."

د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي اوچقون د طالب مشر د دې ټینګار په اړه چې امریکا دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړي وايي:
"دا د دې څرګندوی ده چې دوی اوس هم د بهرنیو له‎خوا رهبري کېږي او دوی په مستقیمه توګه خپله پرېکړه نه‎شي کولای. په تېرو ۱۷ کلونو کې څرګنده شوې ده، کله هم دوی سولې ته مایل شوي دي، د هغه هېواد له‎خوا چې ملاتړ یې کوي د سولې هڅې سبوتاژ شوې دي."
لوړپوړو امریکايي چارواکو هم وخت پر وخت د افغانستان د جګړې د هواري لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو ترسره کېدل رد کړي او ټینګار یې کړی دی چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانانو د خپلمنځي خبرو ملاتړ کوي.


د مطلب کود: 165332

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165332/افغانستان-سولی-عالې-شورا-د-طالب-مشر-پیغامه-شکاری-چی-دا-ډله-اوس-هم-بهر-څخه-رهبری-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com