د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ۶ میلیون او ۲۶۹ زره او ۷۶۴ رایې ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
صیاد: څه باندې ۶.۲ میلیون رایې ورکوونکو د ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1397 ساعت 12:19
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ۶ میلیون او ۲۶۹ زره او ۷۶۴ رایې ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
د دغه کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ (جون ۱۳) خبریالانو ته وویل، دغه شمیر رایې ورکوونکي چې څه باندې ۲ میلیونه ښځې هم په کې شاملې دي، د رایې ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیل څخه تر دې مهاله ثبت شوي دي.
هغه وویل "په دې کې ۴ میلیونه او ۳۲ زره نارینه شامل دي او ۲ میلیونه او ۱۱۸ زره یې ښځې دي او ۱۱۹ زره او ۲۴۳ کوچیان او ۵۲۱ سیکان او هنود دي".
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵مه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نوملیکنه پیل کړه، چې بیا دا بهیر د غوايي په ۲۵مه د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته او د غبرګولي په ۱۹مه کلیو او بانډو ته هم وغځول شو.
د مطلب کود: 165337