دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 165351
سید سعادت منصور نادري له ښار او کور جوړونې وزارت د استعفا اعلان وکړ
سید سعادت منصور نادري وایي د ښار او کور جوړونې وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
نوموړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د روغتیایي ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې او زیاته یې کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني د دی استعفا منلې ده.
په همدې حال کې ښاغلي روشان ولسمل د ښار او کور جوړونې وزارت د سرپرست په توګه معرفي شو.
د دې ترڅنګ سید نسیم خالق په ساختماني چارو کې د معین په توګه، عزیز احمد ګلستاني د کور جوړونې په چارو کې د معین په توګه، او همایون فایض د تصدیو معین په توګه معرفي شول.
ښاغلي نادري د ۲۰۱۴ کال په پیل کې یې د ولسي جرګې له اکثریتو وکیلانو څخه د باور رایو په ترلاسو کولو سره د ښار او کور جوړونې وزیر په توګه خپله دنده پیل کړه.
نومړی په دې موده کې یې او په خاصه توګه د ښار او کور جوړونې په برخه کې د مهمو پروژو د پلي کولو او پرانیستلو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي.
له ستونزو ډک د اماراتو ښارګوټی په ګډون د یو شمېر پروژو چارې د ښاغلي نادري تر مشري لاندې بشپړي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د دې ترڅنګ د ښار او کور جوړونې په وزارت کې یې د اصلاحاتو د راوستلو او د اداري فساد په وړاندې یو لړ کامیابه هلې ځلې د ښاغلي نادري له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
نومړی د ښار او کور جوړونې وزیر په توګه د خپلې دندې په پیل کې یې وتوانید چې د وزارت له مشرتابې څخه یو شمېر جګپوړي دولتي مامورین له دندې لرې کړي او اړوندو قضایي ادارو ته معرفي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnn9qqak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته