دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۸
د مطلب کود : 165366
روسیه: ناټو پلان به د اروپا امنیت کمزوری کړي
روسیه وایی چی په ناټو پلان چی په اروپا کې پوځی آمادګی ډیری کړی، د اروپا امنیت کمزوری کړي.

مسکو خبرداری ورکړی چې دوی به دا مسئله په خپل پوځي پلان کې په پام کې ونیسي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو نن وویل روسیه به د خپل امنیت د ډاډمنولو لپاره ټول اړین پوځي اقدامات ترسره کړي.
ګروشکو ویلي دغه ابتکار د اروپا امنیت ګواښي.
دغه ابتکار چې د امریکا لخوا یې وړاندیز شوی، د جون پر اومه د ناټو د دفاع وزیرانو ملاتړ ترلاسه کړ.
د دې پلان هدف د هغه څه په وړاندې د ناټو د متحدینو خوندي کول دي چې ناټو یې د روسیې له لوري ډېرېدونکی ګواښ بولي او دغه راز داسي چمتو والي پکي شامل دی چې د بحران په درشل کې په ټوله اروپا کې د ځواکونو د انتقال چاري آسانه کوي.
لا تراوسه د دې پلان ټول جزئیات نه دي خپاره شوي.
 
https://avapress.com/vdccepqse2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته