دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 165370
د ناتو عمومی منشی د طالبانو څخه غوښتي دی چی افغانستان سره اوربند په پوره توګه رعایت کړی
ینس استولتنبرګ، د ناتو عمومی منشی هیله مندی ښودلی چی په افغانستان کې موقت اوربند افغانستان بحران دایمی حلولو زمینه ده.
 


ینس استولتنبرګ په یو خبری ناسته کې د ایتالیا لمړۍ وزیر سره په روم کې، ویلی دی: زه په افغانستان کې د اوربند څخه ښه راغلاست کوم او هیله مند یم چی په دی هیواد کې موقت اوربند د افغانستان د بحران دایمی حل لپاره زمینه وی او ددی هیواد لپاره دایمی سولې لپاره فرصت همواره کړی.
استولتنبرګ د طالبانو څخه غوښتی دی چی افغانستان حکومت سره اوربند په پوره توګه رعایت کړی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبان تیره ورځ د اوربند لمړۍ ورځ کې غزنی او فاریاب ولایتونو باندی سختو بریدونو له امله د امنیتی ځواکونو لسګونو سرتیرو ژوند واخیست. د فاریاب کوهستان ولسوالی ته سقوط ورکړ او هغه ولسوالی ولسوال وواژه.
 
https://avapress.com/vdchqmnzv23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته