دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 165372
افغانستان او هند ترمنخ کرکټ لوبې په اړه هند لومړۍ وزیر پیغام
د هند لومړی وزیر نرندرا مودي د یو بیان په نشرولو سره د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه یوه تاریخي ورځ بللی دی.

ښاغلي مودي وایي، هند ویاړ لري او خوشحاله ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د خپل لومړنی او تاریخي ټیسټ لوبې لپاره د هند کرکټ ملي لوبډله غوره کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ډیر کم وخت کې یې ډیرې لاسته راوړنې لرلې او د خپلو هلو ځلو په ترڅ کې یې تېرکال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړینوب ترلاسه کړه.
د هند لومړی وزیر وایي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړی ځل په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړه او په ۲۰۱۷ کال کې یې وتوانید چې د یاد سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.
ښاغلي مودي وایي، له ستونزو او ننګونو سره سم افغان لوبډله په بېلا بېلو لوبو کې یې د نړی د وتلو لوبډلو په وړاندې ډیر ښه ځلیدلي دي.
مودي وایي، کرکټ لوبه په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو لپاره یو له مهمو عواملو ګڼل کېږي او هند ویاړ لري چې د یو با ثباته او سوکاله افغانستان لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
د هند لومړی وزیر وایي، هند ویاړ لري چې د دهلي په نویډا او په دهرادون کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او هند ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه سبا پنچشبه د هند په بنګلارو ښار کې یې ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcjaiev8uqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته