کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال عبدالرازق د کندهار امنیه قوماندان په انتخاباتی چارو کې لاسوهنه رد کړه

24 جوزا 1397 ساعت 9:05

جنرال عبدالرازق د کندهار امنیه قوماندان د انتخاباتو کمیسیون مشر تورونه رد کړل چی ګواکی هغه کندهار ولایت انتخاباتو کې لاس وهنه کړې ده.



د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس گلا جان بدیع صیاد، د چهارشنبې په ورځ (جون ١٣) د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ته د نوماندانو د بهیر د پای ته رسیدو د اعلانولو پر وخت یو شمیر والیان او د امنیه قوماندانان په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورن کړل.
ښاغلي صیاد په مشخصه توگه د کندهار د امنیه قوماندان نوم یاد کړ او وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د افغانستان د حکومت سره پدې اړوند خپله اندیښنه شریکه کړې ده.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي دي چې یو شمیر والیان او د امنیه قوماندانان د مکتبونو په استولو سره د یو شمیر ځانگړو کاندیدانو په اړه د هغوی دنوم لیکنې بهیر ورو کړی او یو شمیر کسانو ونه شو کړای چې خپل نومونه ثبت کړي.
خو جنرال رازق ادعا کوي چې د کندهار په ولایت کې د ۱۳۰ یا ۱۴۰ تنو پورې نوماندان وو چې د امنیه قوماندانۍ ورته استعلامونه ورکړي وو چې سوابق یې وڅیړل شي چې کومه جرمي سابقه ونلري.
د کندهار امنیه قومانداني د افرادو د جرمي سابقې پلټل خپل حق گڼي او وایي چې د پنځو یا شپږو تنو د نوم لیکنې کار بند شوی چې د هغه په وینا په جرمونو مرتکب شوي وو.
جنرال رازق د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مستق والی تر پوښتنې لاندې راوړ او ادعا یې وکړه چې ددې ولایت په اوه ولسوالیو کې نوم لیکنه نده شوې او نه انتخاباتي مواد انتقال شوي او نه هم تذکرې توزیع شوي.
 


د مطلب کود: 165373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165373/جنرال-عبدالرازق-د-کندهار-امنیه-قوماندان-په-انتخاباتی-چارو-کې-لاسوهنه-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com