دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 165374
هند ویاړي چې له افغانستان سره د ټسټ لوبه کوي- مودي
صدراعظم نریندرا مودي له هند سره د افغانستان د پنجشنبې د ورځې (جون۱۴) لوبه یوه تاریخي او د ویاړ وړ لوبه بللې ده.
ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې ویلي دي چې دا د ډېر ویاړ او خوشحالۍ ځای دی چې افغانستان خپله لومړنۍ ټسټ لوبه له هند سره کوي.
ښاغلي مودي د افغانستان لوبډله ستایلې ده چې په کم وخت او په هېواد کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره سره یې دومره چټک او پام وړ پرمختک کړی دي.
نوموړی وايي د افغان کرکټ پرمختګ دا ثابتوي چې افغانان د ستونزو او کړاوونو د ختمولو او سولې او ولس د یو موټي کولو هیلې او هوډ لري.
دهند صدراعظم دا هم ویلي دي چې هند به له افغانستان سره په دغه سفر کې اوږه په اوږه روان وي. ښاغلي مودي ویلي دي چې له هند سره د افغانستان په لوبې به ډېر خلک خوشحاله شي او همدغه راز افغان لوبغاړو د میلیونونو هندیانو زړونه ګټلي دي.​
افغانستان تېرکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او سږکال خپله لومړنۍ ټسټ لوبه له هند سره کوي. هند د ټسټ لوبو لومړی درجې هېواد دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsb8arhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته