دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 165393
افغان حکومت نن د حزب اسلامي دوه نیم سوه بندیان خوشې کوي
ټاکل شوې، چې نن غرمه (غبرګولی ۲۴ مه) د څرخي پله له زندان څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د حکومت ترمنځ د سولې د موافقتنامې له مخې د حزب اسلامی دوه سوه پنځوس زندانیان خوشې شي.
د سولې د عالي شورا د بندیانو د خلاصون د کمېټې کارپوه نذیر زاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا بندیان به د څرخي پله او باګرام له زندانونو خوشې شي.

ښاغلي زاهد وویل "نن د څرخي پله په زندان کې ورته مراسم لرو، دا ټول سیاسي زندانیان دي، جنائي ندي".

بل لورته د حزب اسلامي د رسنیو چارواکي وايي، چې حکومت ورسره د ۲۶۹ زندانیانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه ،خو د تل په څیرحکومت په خپله ژمنه نه دریږي او د ژمنې پر خلاف ټول زندانیان نه خوشې کوي.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وویل "د ملي امنیت په شورا کې موافقه شوې وه چې ۲۶۹ زندانیان به حکومت خوشې کوي، خو حکومت تل چې ژمنې کړي په هغومره شمیر کې یې زندانیان ندي خوشې کړي".

د حزب اسلامي او د حکومت ترمنځ د سولې د موافقتنامې له لاسلیک کولو را وروسته دا څلورم ځل دی چې افغان حکومت په بیلابیلو موفعو د حزب اسلامي زندانیان له زندانونو خوشې کوي.

اسلامي حزب وایي، لا هم د افغان حکومت په زندانونو کې د دغه حزب په سلګونو بندیان شته دی.
د افغان حکومت له خوا د اسلامي حزب د بندیانو خوشې کیدلو سره د بشري حقونو یو شمیر فعالین مخالفت څرګندوي او دا ګڼي، چې د دغو بندیانو د خوشې کیدو په بهیر کې بشري حقونو ته ډیره پاملرنه نه ده شوي.
د افغانستان بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې ډاکټر سیما سمر تیره اونې کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې پرته له قید او شرطه د دغو زندانیانو خوشې کول د عدالت تر پښو لاندې کولو په معنی ګڼلی وو.
میرمن سمر ویلي وو " د قربانیانو له قناعت پرته دا سمه نه ده، چې هر څوک دې ازاد شي". میرمن سمر شک ښودلې وو، چې دا کار به په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګیدو سره مرسته ونه کړي.
افغان حکومت له دې وړاندې هم په دریو پړاونو کې د حزب اسلامي ۱۴۹ بندیان خوشې کړي دي.
افغان حکومتپه لومړي پړاوو کې د حزب اسلامي ۵۳، په دوهم پړاوو کې ۱۸ او په درېیم پړاوو کې ۷۸ زندانیان خوشې کړيوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccopqs12bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته