دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 165394
د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د درغلیو په تړاو ۵۸ کسان نیول شوي
د افغانستان د لویې څارنوالی چارواکي وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې د درغلیو په تړاو ۵۸ کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د لویې څارنوالی ویاند جمشید رسولي نن خبریالانو ته وویل، چې د رای ورکوونو د نوم لیکنې په بهیر کې یې د جعلي تذکرو د کارولو، د تذکرو د خرڅلاو او نورو درغلیو په تړاو پر ۲۴ قضیو څیړنې دوام لري.
نوموړی زیاته کړه، چې په دې تړاو لږ تر لږه ۵۸ کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د ښاغلي رسولي په وینا، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د درغلیو په تړاو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو مامور هم نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، د راتلونکو ټاکنو لپاره تر ۶ میلیون زیات کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د ولایتونو په مراکزو او ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلي خو په ځینو لرو پرتو کلیو کې دغه بهیر به د سرطان میاشتې ته نیمایې پورې دوام ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnk0foyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته