دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 165403
د کوچني اختر په ویاړ په افغانستان کې دملګرو ملتونود ځانګړي استازي د مبارکۍ پیغام
لکه څرنګه چې دنړۍ ټول مسلمانان له یوې میاشتې روژې او عبادتونو وروسته کوچنی اختر ۱۴ کال د جون ۸ لمانځي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب، زه ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي وایم.

د تاریخي اوربند د اعلانیدو سره به په ټول هیواد کې افغان کورنۍ وکولای شي د اختر په ورځو کې په سوله ییزه توګه سره ټول شي، کوم چې د اوس لپاره د جګړې لنډ مهاله توقف دی، زه د جګړې له ښکلیو اړخونو څخه غواړم چې اوربند مراعات کړي او د تفکر، زغم او پیوستون د دغه شیبو احترام وساتي.   د اوربند د پراختیا  ، چې د کوچني اختر په مناسبت دپیوستون رامنځ ته شوی حس په راتلونکي کې هم دوام وکړي ،هیله مند یم زمینه برابره او هغه سوله له ځانه سره ولري، چې افغانان یې غواړي او حقدار یې دي.   
ملګري ملتونه سولې، امن او سوکالۍ ته د رسیدو په لاره کې دافغانستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
اختر مبارک
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7n8zxjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته