کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برمک د اوربند په اړه د حکومت پر دریځ ټینګار وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1397 ساعت 13:42

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره د اوربند د پرېکړې درناوی کوي خو ټینګار یې وکړ چې د وسله والو د برید په صورت کې یې امنیتي ځواکونه حق لري له خپلو ځانونو دفاع وکړي.


ښاغلي برمک په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې افغان حکومت هیله لري چې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده وغځول شي.
نوموړی پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په تړاو د حکومت وړاندېز ته مثبت ورکړي.
په همدې حال کې ښاغلي برمک زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه حق لري چې د وسله والو د برید په صورت له خپلو ځانونو دفاع وکړي او ټینګار یې وکړ چې د سرغړونې په صورت امنیتي قوماندانانو ته د عکس العمل اجازه هم ورکړل شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تېره ورځ وویل، چې د ولسمشر د لارښوونې پر اساس اوس مهال امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د اوربند رعایتولو ته ژمن دي خو د طالبانو د سرغړونې په صورت کې هر ډول دفاع ته چمتوالی لري.
وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د یو بیان په نشرولو سره وول چې « ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کويږ»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونی د ویډیو پیام له لارې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، چې په دغه موده به افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې له پوځي عملیاتو لاس واخلي خو د داعشیانو، القاعدي او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځي عملیات دوام ومومي.


د مطلب کود: 165406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165406/برمک-د-اوربند-په-اړه-حکومت-پر-دریځ-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com