دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 165419
ضياء مسعود: شمال کې د جمعیت او جنبش وسله وال حکومت پر ضد جنګیږي
د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر غني پخوانی ځانګړی استازی او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی احمد ضياء مسعود وايي، چې د افغانستان په شمال کې د جمعیت او جنبش یو شمېر وسله والې ډلې د افغان حکومت په خلاف په جګړه بوختې دي .
ښاغلي مسعود چې نن پنجشنبې په ورځ (غبرګولی ۲۴ مه) د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د لومړي تلین په مناسبت یوې غونډې ته په کابل کې ویناء کوله وویل، د افغانستان په دوه شمالي ولایتونو کې د افغان حکومت پر وړاندې د وسله والو ګروپونو زیاتره یې جمعیت اسلامي ګونډ پورې مربوط دي.

احمد ضياء مسعود وویل" په فاریاب او جوزجان کې چې کوم ګروپونه جنګ کوي. یا جمعیتي دي یا جنبشي. دا ددې لامله چې خلک په یوه سیاسي بهیر کې ځان نه ویني. کله چې زه خپل شتون په یوه جوړښت کې ونه وینم. کله چې د رایو نتجه و نه وینم. مسلما ټوپک را اخلم او د حکومت په ضد جګړه کوم".
همداشان احمد ضیا مسعود د روستاخیز غورځنګ پر غړو باندې د وسله وال برید او د د محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګو بریدونو په اړه هم خبرې وکړي او په دغو پیښو کې یې د لاس لرلو په اړه په مخامخ ډول جمهور رئیس غني ته ګوته ونیوله.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، چې په همدې غونډه کې حاضر وو، د ښاغلي ضیا څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې جمعیت اسلامي ګوند په اوسني نظام کې د نه حضور خبره په داسې حال کې کوي، چې همدا اوس دغه ګوند په نظام کې ۵۰٪ ونډه لري.
ښاغلي مسلمیار مخامخ احمد ضياء مسعود ته وویل، دا نظام دی او دا نظام یو وخت ستا او کرزي وو.
هغه وویل "څنګه طالب ته وایاست، مونږ چې د کروز تر سلطې لاندې مونږ او تاسې مقاومت کې هم وو، مونږ او تاسې حرکت کاوه او د امریکا کروز زمونږ په مخ کې وو. د دوی نظام مو چپه کړ. څنګه دوی "طالبانو" ته ووایو چې تاسې دې نظام کې واې او ځان ته برائت ورکړو".

د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال احمد ضياء مسعود ولسمشر غني قاتل وباله خو د مشرانو جرګې رئیس ورته وویل چې دی هم په قتل کې شریک دی.

احمد ضياء مسعود ولسمشر غني په تقلب متهم کړ خو مسلمیار ورته وویل چې که تقلبي نظام دی نو دی د تقلبي نظام برخه وو.

ارګ د احمد ضياء مسعود دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې که سیاسیون هره ادعاء لري باید له ثبوت سره یې وړاندې کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل" کومې ادعاووې چې نن د یو شمیر شخصیتونو له لوري د ملي یووالي د حکومت د کړنو په اړه مطرح شوې، له اساس نه بې بنسټه او غلط دي. مونږ انتظار لرو چې سیاسي شخصیتونه پداسې حال کې چې اسناد او مدارک ولري. اخلاقي شهامت دې وکړي او دا اسناد دې عدلي او قضائي بنسټونو ته وسپاري".

تیرکال د مۍ د میاشتې په ۳۱ مه د کابل ښار د ذنبق په څلور لارې کې د سترې چاودنې وروسته د د رستاخیز غورځنګ په نوم یوه حرکت پیل شو او د څو اونیو لپاره یې د کابل په یو شمیر لارو کې د پرلت خیمې ووهلې.
کله چې پرلت کوونکو غوښتل د ارګ په دیوالونو پورته شي د امنیتي ساتوونکو له خوا پرې ډزې وشوې، چې په ترڅ کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی په ګډون اته تنه ووژل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8sb89rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته