دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 165428
له پلچرخي او باګرام زندانونو نه د حزب اسلامي ۱۹۸بندیان خوشې شول
د اختر د رارسېدلو په درشل کې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د شوې هوکړې له مخې، د بندیانو د خوشې کولو په څلورم پړاو کې ۱۹۸ بندیان د پلچرخي او بګرام له زندانانونو نه خوشې شول.
 
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه لیک د ګډ کمېسیون رئیس نصرالله سفاري د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غبرګولې۲۴» د دغو بندیانو د خوشې کولو په مناسبت جوړشویو مراسمو ته وویل چې د دغو بندیانو اسناد به بشپړ ډول کتل شوي او د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د شوې هوکړې له مخې خوشې کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"اول، دوهم او دریم پړاو په بریا سره پای ته رسېدلی او دا څلورم پړاو دی، په دې پړاو کې ۲۶۹ بندیان خوشې کوو چې له دې ډلې ۱۹۸ نن خوشې کېږي او نور د ولایتونو له محابسو د اختر په ورځو کې خوشې کوو."
ښاغلي سفاري وویل چې په د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې په شوې هوکړه کې د بندیانو د خوشې کولو د مادې د پلې کېدلو برخې ته جدي هڅې کېږي او نور بندیان به هم د دوی د اسنادو تر څېړلو وروسته خوشې شي.
نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي په شان د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
د یادونې ده چې د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کولو په لړ کې تر دې مخکې د دغه ګوند له ۲۵۷ نه زیات بندیان خوشې شوي دي.
  
 
https://avapress.com/vdcb5sb8wrhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته