دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 165439
ولسمشر غنی خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا سوله او اوربند باندی ټینګار کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا په سوله او د اوربند پر دوام ټینګار وکړ.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د سولې له پروسې نه د افغانانو قاطع ملاتړ او په دې هکله ملي اجماع موجوده ده او ملت په هر قیمت چمتو دی چې د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلي غني په ارګ کی د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپل پيغام کې یو ځل بیا طالبان سولې ته راوبلل او ویې ویل، د بین‎الافغاني سولې لپاره د علماوو منځګریتوب ته چمتو دی.
په دې وروستیو کې په کابل کې له دوه زرو زیاتو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له دواړو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه وړاندیز ومانه او د اته ورځني اوربند اعلان یې وکړ، یاد اوربند د روژې د میاشتې له ۲۷مې نه د اختر تر پنځمې دوام کوي.
د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي و چې داعش او القاعده ډلې له دغه اوربنده مستثنا دي.
ورپسې وسله‎والو طالبانو هم د کوچني اختر درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
د دغې ډلې په اعلامیه کې یادونه شوې چې بهرني ځواکونه په اوربند کې نه‎دي شامل.
له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د ترورېزم پرضد جګړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا یو د بل پر وړاندې د اوربند اعلان کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته د دغه اوربند مبارکي ورکړه او ویې ویل، میلیونونه افغانان له دغه اوربنده ملاتړ کوي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0fnyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته