دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 165455
افغان قاچاقبر په ۲۵ کالو حبس باندی محکوم شو
د محکمه قاضی وویل چی لاهو سمسور یامل د قاچاقبرانو سرګروپ د ۷۱ پناه وړونکو وژل کیدو قضیه کې داخل وو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، یو محمکه په هنګری کې یو افغان قاچاقبر او هغه ملګری د ۷۱ تنو مرګ په قضیه کې لاس درلودلو له امله په ۲۵ کالو حبس باندی محکوم کړی دی.
دا افغان قاچاقبر چی لاهو سمسور یامل نوم لری، د ۲۰۱۵ کال اګست میاشت کې غوښتل چی ۷۱ تنه پناه وړونکې آلمان ته ولیږدوی، خو پناه وړونکې چی په هغو کې اته تنه ښځی او څلور تنه کوچنیانو هم وو، د لاری په اوږدو کې د افغان غږ خبری آژانس نه رسیدو او خفه کیدو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
ددی پناه وړونکو مرګ چی د افغانستان، سوریه او عراق څخه وو، ټول اروپا ولرزوله.
محکمه قاضی په وینا قاچاقبر د خپلو درو تنو ملګرو سره چی بلغاریا ښار څخه دی، ویلی وو چی د لاری موټر دروازی خلاص نه کړی.
د محکمه قاضی زیاته کړه چی پناه وړونکې یخچال لاری باندی سپاره وو او ددی وروسته چی لاری په اوږدو کې په دی پوه شول چی شاید خفه شی او اکسیجن ونه رسیږی، نو ږغونه یی پورته کړ او حتی لاری دروازه ټکول کیده ترڅو موټروان دروازه خلاصه کړی.
خو لاری موټروان پناه وړونکو غږونو ته په بی توجهی سره خپل لاری ته ادامه ورکړی او د محکمه قاضی په وینا، ټول پناه وړونکې د دوو ساعتونو په مده کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ددی دوسیی څارنوال وغوښته چی دا قاچاقبران په ابد حبس باندی محکوم کړی.
قاچاقبران دا لاری موټر د پناه وړونکو مرګ وروسته د اتریش په لویه لاره کې یو ځای همداسی پریښی وو.
 
https://avapress.com/vdcbssb8srhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته