دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 165456
ولسمشرغنی: طالبان دی دوامدارې سولې لپاره خلګو ارادې ته لبیک ووایی
ولسمشر غنی د اختر په مناسبت د طالبانو ډلمشر څخه غوښتي دی چی حقیقی او دوامداره سولې لپاره لبیک ووایی او اسلامی او ملی ارزښتونو په ړنا کې علماوو وړاندیز ته آمادګی وښیی.


 ولسمشر غني طالبانو سره د اوربند په اړه وویل، د دیني علماو فتوا ته په درناوي حکومت له وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې له دې نېک نوښت وروسته طالبانو هم د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو او شپو کې اوربند اعلان کړ.
هغه هیله څرګنده کړه چې اوربند ادامه پیدا کړي او نوره د هیڅ افغان او مسلمان وینه تویه نشي، ځکه میلیونونه افغانان د دې اوربند ملاتړ کوي او تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې ښځو په یو خودجوشه حرکت کې له اوربند څخه د ملاتړ په ترڅ کې د هغه د تداوم غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني وویل، د افغانانو تر منځ د سولې پروسې په اړه غوڅ ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت تیار دی چې په هر قېمت له سولې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس تیار دی چې په دې برخه کې هر اړخیز ګامونه واخلي او د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان یې عمده بېلګه ده چې د سولې د پیغام لپاره یې په تڼاکو پښو سلګونه کیلومتره پلی مزل وکړ.
د هېواد جمهور رئیس له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا متحدو ایالتونو، ناټو سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، برتانیا دولت، اروپایي ټولنې او شانګهای سازمان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې پلان او اوربند ملاتړ یې وکړ. هغه زیاته کړه، پرون شپه مې د خادم الحرمین الشرفین سره ټلیفوني خبرې وکړې او د سعودي عربستان پاچا د سولې پروسې او اوربند څخه خپل قاطع او هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
 
https://avapress.com/vdccppqse2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته