دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 165457
خوست قومی مشران: اوربند دی تر لوي اختر وغځیږی
د خوست قومي مشرانو او اوسېدونکو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له مشرتابه غوښتنه وکړه چې په خپلو کې د خبرو اترو، تفاهم او جوړ جاړې په خاطر دې، اعلان شوی اوربند تر لوی اختره وغځوي.

بل لوري ته د خوست چارواکو له وسل والو طالبانو او د هغوی له مشرانو وغوښتل چې د اوربند له دې فرصته په استفادې دې خپلو کلیو او کورونو ته راشي او کوچنی اختر دې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره یو ځای ولمانځي.

د خوست قومي مشران او اوسیدونکي د اختر په درېیو ورځو کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ اعلان شوي اوربند ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو د پیلېدو په خاطر دې روان اوربند تر لوی اختره وغځول شي.
مشرانو یادې څرګندونې تیره د جمعې په ورځ د خوست د تڼیو په قومي عیدګاه کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې وکړې.
د کوچني اختر د لمانځه لپاره د تڼیو ولسوالۍ له اوسیدونکو سربېره د خوست د بېلابېلو سیمو ګڼ قومي مخور، دیني عالمان او د یاد ولایت ملکي او پوځي چارواکي هم ورغلي وو.

خوست والي وویل:
"ټولو طالبانو ته په صراحت سره وایم، خپلو کورونو ته راشئ اختر تېر کړئ، لا اقل د دې درېیو ورځو نه خوند واخلئ، د خپلو خپلوانو سره کینئ، زموږ غیږ درته خلاصه ده، زموږ دروازې درته خلاصې دي، زموږ حجرې درته خلاصې دي او دا درې ورځې د همدې لپاره دې چې یو بل ته د محبت غیږې ورکړو."
د کوچني اختر په مناسبت د افغان ولسمشر محمداشرف غني په پیغام کې چې د خوست والي له خوا واورول شو، راغلي وو چې افغان حکومت وتوانېد د روژې په میاشت کې تر اوږدو کلونو وروسته اوربند اعلان کړي.
د جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر د لمانځه د اداء کولو پر مهال هم یو ځل بیا پر سوله او د اوربند په دوام ټېنګار کړی او ويلي يې دي چې د سولې له پروسې نه د افغانانو قاطع ملاتړ او په دې هکله ملي اجماع موجوده ده او ملت په هر قیمت چمتو دی چې د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdcdkk0f5yt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته