دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 165470
ولسمشر غنی طالبانو سره اوربند موده تمدید کړه
افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د وسله والو طالبانو سره د اوربند موده تمدید کړه.

ولسمشر غني نن ماښام د ټلویزیون له لارې ملت ته د وینا پر مهال وویل، چې د حکومت او وسله والو طالبانو په لیکو کې د سولې لپاره اجماع وجود لري.
نوموړی زیاته کړه ”د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتی افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دی. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوی. په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دینی علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړی دی. زه د افغانستان له جیدو علماوو څخه مننه کوم چې خپل تاریخی، دینی او ملی رسالت یې په ښه توګه ترسره کړی دی.“
هغه وویل، دغو دلایلو ته په کتو او د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچنی اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوی اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي.
 
https://avapress.com/vdciywazut1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته